IQNA

د ملایشیا  قرآن نړیواله جشنواره پیل شوې ده

7:06 - January 21, 2023
د خبر لمبر: 3486775
ایکنا-(تهران)د ملایشیا د رستو قرآنی هنرونو نړیواله جشنواره پرون سهار یعني د مرغومې دمیاشتې د شلمې نیټې سهار په پوتراجایا کې  واقع د ملایشیا رستو فاؤنډیشن دچاپ او نشر په مرکز کې پيل شوې ده.

ایکناخبری آژانس له  ملایشیا راپور راکړ،د ملایشیا د قرآن نړیواله جشنواره د رستو فاؤنډینش پشمول او د په دغه هیواد کې د ایران د کلتوري خونې په ملګرتیا او د اسلامی کلتور او ارتباطاتو د ادارې په زیار سره او د ملایشیا د یوشمیر اورګانونو په همت،منظمه او برابره شوې ده  او تر لسو روځو پورې به یعني د  سلواې دمیاشتې تر نهمې نیټې پورې پورې د عامو خلکو په تیره پیا د ماشومانو او کورنیو نندارې ته وړاندې شي.

په دغو پرانیستونکو دستورو کې چې په ملایشیا کې د ایران د سفیر علی اصغر محمدي او د ترکیې ددینی چارو د سلاکار په شتون سره ترسره شوې، دایراني قاری علیرضا بیژني د قرآن یوشمیر آیتونو تلاؤت وکړ.

په دغې نړیوالې جشنوارې ډول ډول پيښې داسې پلان شوي دي چې په هغو کې دهنری آثارو حراج،د حلالو محصولاتو بازار ،د رنګ لګونې او جوړونې په څير د ماشومانو د مخصوصو فعالیتونو او غوړیدا په څير فعالیتونو ته اشاره کولی شو.

پر دې سربیره ، نندارچیان د قرآن دچاپ کمپلیسک او له هغو سره داړونده برخو کتنه کولی او نه استعمالیدونکي او پخواني اسلامی او قرآني نسخې او کتابونه د خوندی کولو لپاره اړونده برخې ته سپارلی شي.ددغه نندارتون د ځينو برخو په باب ایکنا یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4115783/%D8%A

captcha